د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي چې په یوه ورځ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۴۷۷ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۲۵۷۹ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، نیمروز (ورېښمو پل) او هرات (اسلام کلا) له لارو هېواد ته داخلې شوې دي.
فطرت وايي له تورخم او سپین بولدک څخه د راستنو شویو کورنیو ترڅنګ یو شمېر نورې کورنۍ هم بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې راستنو شویو کورنیو ته د ترانسپورټ لپاره نغدي مرستې ورکړل شوې او له سلګونو کورنیو سره مالي مرسته هم شوې ده.
همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو لکه ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او بلخ کې د راستنو شویو کورنیو لپاره د هستوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
د راپور له مخې یوازې په یوه ورځ کې ۸۶۲ کورنیو ته د ځمکو نمرې ورکړل شوې او تر دې دمه دغه شمېر ۵۰۲۲۵ ته رسېدلی دی، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

