د امریکا او ایران ترمنځ په سویس کې د خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی، خو د دواړو لورو تخنیکي خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي
هممهاله دواړه لوري په داسې حال کې پر ځینو مسایلو د هوکړې خبره کوي چې تهران او واشنګټن یو د بل پر ضد تازه ګواښونه هم کړي دي.
رویټرز د قطر او پاکستان د ګډې اعلامیې پر بنسټ ـ چې په دغو خبرو کې د منځګړیتوب رول لري ـ راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ په سویس کې د خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی، خو تخنیکي خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه د «بورګناشتوک» په مېلمستون کې دوام وکړي.
سرچینه دغهراز زیاتوي چې دواړه لوري په راتلونکو ۶۰ ورځو کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارې پر یوې نقشې تفاهم ته رسېدلي دي.
په راپور کې راغلي چې دواړو هېوادونو دغهراز په لبنان کې د جګړو د پای ته رسولو لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو او د هرمز له تنګي د سوداګریزو بېړیو پر خوندي تګ راتګ هم هوکړه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې تهران د دغو خبرو په ترڅ کې د تېلو او پټروشیمي محصولاتو د صادراتو لپاره معافیتونو، د خپلو کنګل شوو شتمنیو د یوې برخې ازادېدو او د ایران لپاره د بیارغونې او پراختیا د یوه پروګرام پیل ته لاسرسی موندلی دی.
په سویس کې له یادو خبرو سره هممهاله، د امریکا او ایران چارواکو یو د بل پر ضد ګواښونه کړي دي.
ډونالډ ټرمپ په خپل «تروت سوشیل» کې ویلي چې ایران باید ژر تر ژره په لبنان کې د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ او فعالیتونه محدود کړي او هغه ډلې چې د هغه په وینا د پیسو په زور ډېرې ستونزې جوړوي له دې کاره راوګرځوي.
بلخوا محمدباقر قالیباف ویلي چې ایران د امریکا ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
هغه ویلي که دا ډول ګواښونه اغېزمن وای، نو اوسنی کړکېچ به نه وای رامنځته شوی.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول ځواب لپاره چمتو دي او دوی عمل کوي، یوازې خبرې نه کوي.

