د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۱مه د جرمني په شتوتګارډ ښار کې د ۶۷ کلونو په عمر ومړ
د کورنۍ د غړو په وینا، نوموړی له څه مودې راهیسې د سرطان ناروغۍ سره مخ و او تر درملنې لاندې و.
عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې اوسېده او د افغانستان د فضايي تاریخ تر ټولو پېژندل شوی شخصیت ګڼل کېږي.
هغه په ۱۹۸۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د فضايي پروګرام له لارې فضا ته تللی و، چې په دې توګه د افغانستان لومړنی ستورمزلی او له لومړیو مسلمانو فضانوردانو څخه شو.
نوموړي د خپل فضايي سفر پر مهال قرآن کریم له ځان سره فضا ته وړی و او له هغه ځایه یې له خپلې مور سره ټیلیفوني خبرې هم کړې وې، چې دا د هغه د ماموریت له مشهورو پېښو څخه ګڼل کېږي.
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال کې د غزني ولایت په سردې کلي کې زېږېدلی و.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي، بیا د غزني په سلطان شهابالدین ښوونځي او وروسته د کابل په حبیبیه لیسه کې تر سره کړې دي.
هغه وروسته د کابل پوليتخنیک انسټیټیوټ کې دوه کاله زده کړې وکړې او بیا د پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ، چیرې چې یې درې کاله د پیلوټۍ روزنه ترلاسه کړه.
هېواد ته تر راستنېدو وروسته، مومند د ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۴ کلونو پورې په بگرام هوايي ډګر کې د هوايي ځواکونو د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړه. وروسته یې له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۷ پورې د لوړو زده کړو لپاره د کیف د هوايي انجینرۍ پوهنتون ته ولاړ.
په همدې دوره کې هغه د نورو پیلوټانو سره د فضايي پرواز لپاره په طبي او علمي معایناتو کې برخه واخیسته، چې شاوخوا شپږ میاشتې یې دوام وکړ.
د یادونې وړ ده چې دا بهیر عموماً د نورو هېوادونو د ستورمزلو لپاره له ۱۸ میاشتو تر دوو کلونو پورې وخت نیسي، خو مومند وتوانېد چې ټولې مرحلې په لنډه موده کې بشپړې کړي.

