د تورخم جلال اباد دوهم لاین سړک نیمګړي پاتي چارې د ټولګټو چارو وزارت د څه د پاسه اته سوه اته څلوېښت میلیونه افغانيو په ارزښت بیا ځلي پیل شوي دي.
ننګرهار مېشتي وايي د دغه سړک په جوړیدو سره به په لومړي لاین سړک د موټرو ګڼه ګوڼه ، ترافیکي پېښې او ولسي ستونزې د پام وړ راکمې شي
دوۍ د حکومت دغه اقدام ستايي او زیاتوي د اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني پوځي رژيم د دروغجنو ژمنو له امله د دغه سړک چارې همداسې نيمګړی پاتي وي
د تورخم جلال اباد دوهم لاین سړک چې د اوږدې مودې راهیسې څو ځله يې د پاکستاني چارواکو او د وخت د حاکمانو له لورې د چارو پیل او د جوړیدو ژمنې يې وکړي ، خو بیا يې هم چارې بشپړې نه شوي .
باالخره افغان حکومت يې د جوړيدو په پار مټي رابډوهلي ، خلک وآيي د دغه سړک د چارو د بشپړیدو سره به يې يې ستونزې او ترافیکي پېښې د پام وړ راکمي شي.
په همدې حال کې یو ترافیکي پولیس وايي د دوهم لاین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې د حادثو ګراف ښکته شي او د ترافیکي نظم په ښه کېدو کې به مرسته وکړي.
د هغه په وینا، اوس مهال په لومړي لاین سړک کې د وسایطو زیات ترافیک کله ناکله د ستونزو او ټکرونو سبب کېږي.
نه يواځې د دغه سړک بلکې په دې وروستیو کې د ټولګټو چارو وزارت لخوا د کابل جلال اباد د دوهم لاین سړک ، د کونړ نورستان ترمنځ غځيدلي لوي لارې او په ختیځ کې پرتو نورو لویو او فرعي سړکونو د پراخوالو او رغوني چارې پیل شوي دي

