د سپینې ماڼۍ د ایران او امریکا د تفاهملیک متن خپور کړ
سپینې ماڼۍ د ایران او امریکا د تفاهملیک متن خپور کړی دی. دا سند، چې په الکترونیکي ډول لاسلیک شوی، ټاکل شوې د جمعې په ورځ په سوئیس کې د یوې رسمي غونډې پر مهال لاسلیک شي. خپور شوی متن ۱۴ مادې لري.
په لومړۍ ماده کې راغلي چې امریکا، د ایران اسلامي جمهوریت او د روانې جګړې متحدان یې، د دې تفاهملیک په لاسلیکولو سره، په ټولو جبهو کې، د لبنان په ګډون، د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلانوي. دواړه لوري ژمنه کوي چې له دې وروسته به د یو بل پر ضد هېڅ برید یا پوځي عملیات نه پیلوي، د زور له ګواښ یا کارولو به ډډه کوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت به تضمینوي.
په تفاهملیک کې راغلي: «وروستی تړون به په ټولو جبهو کې، د لبنان په ګډون، د جګړې دایمي پای او د دې مادې نورې برخې تایید کړي.»
د تفاهملیک دویمه ماده «د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه» ده.
په دې تفاهملیک کې راغلي چې د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي چې تر ډېره د ۶۰ ورځو په موده کې به د وروستي تړون په اړه خبرې وکړي او یوې پایلې ته به ورسېږي. دا موده د دواړو لورو په موافقه غځېدای شي.
د ایران د جنوبي بندرونو د سمندري کلابندۍ او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه ویل شوي چې د تفاهملیک له لاسلیک وروسته به د سمندري کلابندۍ د لرې کولو بهیر سمدستي پیل شي او امریکا به په ۳۰ ورځو کې دا کلابندي په بشپړ ډول پای ته ورسوي. ایران به هم د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د جګړې تر مخکینۍ کچې عادي کړي.
امریکا ژمنه کړې چې د وروستي تړون له لاسلیک وروسته به په ۳۰ ورځو کې خپل ځواکونه د ایران له نږدې سیمو وباسي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، مانا دا ده چې که له ایران سره وروستي تړون ته ورسېږي، په سیمه کې د امریکا د ځواکونو ځای پر ځای کېدل به د جګړې تر پیل مخکې حالت ته ستانه شي.
د دې تفاهملیک شپږمه ماده د سیمهییزو شریکانو په همکارۍ د ایران د اقتصادي بیارغونې او پراختیا لپاره د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالرو ارزښت لرونکي پلان ته ځانګړې شوې ده.
په تفاهملیک کې راغلي چې د دې پلان د عملي کېدو میکانیزم به د وروستي تړون د یوې برخې په توګه په ۶۰ ورځو کې نهایي شي او امریکا ژمنه کوي چې ټول اړین جوازونه، معافیتونه او تاییدۍ صادرې کړي.
امریکا همدارنګه ژمنه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد ټول بندیزونه لغوه کړي؛ خو د دې اقدام مهالوېش او د پلي کېدو څرنګوالی به وروسته د دواړو لورو د توافق له مخې ټاکل کېږي.
امریکا او ایران موافقه کوي چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او دواړه لوري به د ایران د غنيشویو اټومي موادو د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي. دا کار به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې، په همدې ځای کې د موادو د رقیقولو له لارې ترسره شي

