— ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر
ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د چهارشنبې په ورځ، د جون په ۱۷مه، د فرانسې په اویان ښار کې وویل چې له ایران سره موقت توافق لا نهايي شوی نه دی. هغه زیاته کړه، که له دغه توافقه راضي نه شي او یا تهران «مناسب چلند» ونه کړي، ښايي یو ځل بیا پر ایران هوايي بریدونه پیل کړي.
ټرمپ د فرانسې په اویان کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې وویل: «دا یو تفاهملیک دی. که مې خوښ نه شو، بیا به پرې ډزې وکړو او پر سر به یې بمونه وغورځوو. که مې خوښ نه شو، که سم چلند ونه کړي، بیا به یې د سر په منځ کې بمونه وغورځوو؛ پوهېږئ؟»

