د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه په تازه ۴۷۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۲۳ تنه وو هیواد ته بېرته راستانه شول
فطرت لیکلي دا کډوال د دوشنبې په ورځ راستانه شوي چې په لړ کې یې د له تورخم څخه (۴۹۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۶۲) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۰۵۴۵۹۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۵۶۱) کورنیو سره ټولټال (۴۵۱۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
نوموړی لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۴) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولد څخه (۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۵) تنه و، کابل ولایت ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۴۷۹۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۴۳) کورنۍ سره ټولټال (۳۸۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
دی لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۴۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي
همدارنګه (۱۱۹۴) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي او له (۳) کورنیو سره ټولټال (۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه لیکي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸) تنه و، هېواد ته راستنې او له (۱۶) کورنیو سره ټولټال (۱۱۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې .
دی لیکلي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخوا له کابل څخه (۶۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۴) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۱۰۹۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې
هغه زیاته کړې په تېره یوه ورځ کې ټولټال (۱۰۰۱) کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي همدارنګه تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر (۴۵۹۸۷) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري

