په هرات ولایت کې چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره د پستې باغونه جوړ شوي او د دې کرنیزې برخې د پراختیا بهیر لا هم روان دی
د کرنې مسؤلین دا اقدام د اقلیمي بدلونونو وچکالۍ او د اوبو د کمښت په شرایطو کې یو مناسب بدیل او اقتصادي فرصت بولي
د هرات د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو مسؤلین وایي چې پسته د دغه ولایت له اقلیمي شرایطو سره ښه برابره ونې ده ځکه لږو اوبو ته اړتیا لري او د وچو او نیمه وچو سیمو لپاره مناسبه کرنیزه حاصله ګڼل کېږي
د هغوی په وینا د پستې د باغونو پراختیا نه یوازې د اوبو له سرچینو څخه په اغېزمنه ګټه اخیستنه کې مرسته کوي بلکې د بزګرانو د عوایدو په زیاتېدو کې هم مهم رول لري
بزګران هم د پستې له باغونو خوښ دي او وایي چې د دې محصول بازار ورځ تر بلې ښه کېږي
دوی زیاتوي چې د پستې کرنه د نورو دودیزو کرنیزو محصولاتو په پرتله ښه عاید ورکوي او له همدې امله ډېری کسان دې کرکېلې ته مخه کوي
د معلوماتو له مخې اوسمهال د باغونو پسته په شاوخوا ۷۵۰ افغانۍ او غرنۍ پسته په شاوخوا ۱۰۰۰ افغانۍ په هر کیلو پلورل کېږي
د هرات په یو شمېر ولسوالیو لکه پښتونزرغون کهسان او اوبې کې هم د پستې باغونه په وروستیو کلونو کې وده کړې او ځینې یې حتی حاصل ته رسېدلي دي چې دا د دې کرنیزې برخې د راتلونکي لپاره ښه نښه بلل کېږي
له بلې خوا کرنیز کارپوهان وایي چې د اقلیمي بدلونونو او پرلهپسې وچکالۍ له امله د افغانستان د کرنې سکټور له جدي ستونزو سره مخ دی، نو د کماوبهغوښتونکو نباتاتو لکه پستې کرنه یو مناسب بدیل ګڼل کېږي

