د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د شماش کلي زلزله ځپلي وایي وروستۍ زلزلې د دوی د ژوند ډېری اسانتیاوې له منځه وړې او لا هم بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري
د سیمې اوسېدونکي وايي، زلزلې کورونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه، د اوبو رسولو شبکې او مالداري زیانمنه کړې ده.
د دوی په وینا، که څه هم تر اوسه ځینې مرستې ورسره شوې دي، خو بسنه نه کوي او لا هم د بیارغونې او بنسټیزو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه لري.
بلخوا د کونړ ولایتي ادارې مسؤلین وایي، د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته د نړیوالو مرستندویو بنسټونو، خیریه مؤسسو او یو شمېر هېوادونو له لوري له زیانمنو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي.
د چارواکو په وینا، هڅې روانې دي څو په راتلونکې کې هم زلزله ځپلو ته نورې اسانتیاوې برابرې او د دوی د ژوند ستونزې تر ډېره هوارې شي
د یادونې وړ ده چې د نورګل ولسوالۍ مزار دره د تېرې مرګونې زلزلې له تر ټولو زیانمنو سیمو څخه وه، چې زرګونو کسانو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي لا هم د سرپناه او لومړنیو خدمتونو له کمښت سره مخ دي

