د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني جنوب لوېدیځ زون ته د سفر پر مهال په کندهار ولایت کې د یو شمېر مهمو رغنیزو پروژو له روانو چارو څخه لیدنه وکړه
د وزارت د خبرپاڼې له مخې نوموړي د شمال ـ جنوب دهلېز د کندهار ـ ارزګان د ۵۰ کیلومتره سړک، د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د ۹.۳ کیلومتره سړک او همدارنګه د کندهار د بای پاس یا حلقوي سړک د لومړي لاټ د چارو ارزونه وکړه
ویل شوي چې د دغو پروژو چارې په بېلابېلو پړاوونو کې په چټکۍ سره روانې دي.
وزیر اړوندو انجنیرانو او تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه کړې چې کارونه د ټاکل شوي مهالوېش او تخنیکي معیارونو له مخې بشپړ کړي
د پروژو مسؤلینو هم ډاډ ورکړی چې یادې پروژې به پر وخت او د لازم کیفیت په رعایت سره بشپړې شي
د یادونې وړ ده چې ملا محمد عیسی ثاني څو ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د پنځو جوماتونو د جوړولو پروژې هم ارزولې وې

