د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شدید او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی دی
د وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری وژل شوي او ۱۴ نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي
بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض او بشري جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي. وزارت همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان د خاورې دفاع او د هېوادوالو د امنیت تأمینول خپل اساسي مسئولیت ګڼي
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان له لوري د ورته اقداماتو دوام د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولی شي او د دغو تکراري پاروونکو کړنو او د هغوی د پایلو بشپړ مسئولیت به د پاکستان پوځ پر غاړه وي

