د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې په هرمز تنګي کې د یوې امریکایي اپاچي چورلکې د نسکورېدو له پېښې وروسته یې د ایران پر پوځي تاسیساتو محدود او هدفمند بریدونه ترسره کړي دي.
تر دې وړاندې د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی و چې ایراني ځواکونو په هرمز تنګي کې یوه امریکایي پوځي چورلکه راغورځولې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم وروسته دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د امریکا یوه پرمختللې اپاچي چورلکه د شپې مهال د ګزمې پر مهال نسکوره شوې ده.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا د بریدونو اصلي هدف د قشم ټاپو ځینې سیمې وې.
بل لور ته، د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه اعلان کړی چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې د سپاه پاسداران او ایراني پوځ له خوا په سیمه کې د امریکا پر ځینو پوځي اډو بریدونه شوي دي.
دغه مرکز د بریدونو د دقیقو ځایونو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په بحرین، کویټ او اردن کې د امریکا پوځي تاسیسات تر برید لاندې راغلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د وروستیو تحولاتو په غبرګون کې امریکا ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که واشنګټن غواړي خپل امنیت وساتي، باید له سیمې ووځي.
هغه زیاته کړې چې ایران به د هر ډول برید او ګواښ پر وړاندې قاطع ځواب ورکړي او د هېواد وسلهوال ځواکونه به هیڅ اقدام بېځوابه پرې نه ږدي.
شنونکي اندېښنه څرګندوي چې د دواړو لورو متقابل بریدونه ښايي سیمه له یوې پراخې پوځي شخړې سره مخ کړي.

