فقر او بي کارۍ کونړ کې تنکي ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان دي ته اړ کړي چې سختو کارونو ته اوږه ورکړي
هره ورځ د کونړ ولایت د بیلابیلو سیمو او ولسوالیو ګڼ شمېر خلک لاسي کراچۍ په لاس ددي ولایت مرکز اسداباد ښار ته په دي موخه راځې چې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي
دوۍ کې ډيري داسي کسان هم شته چې ماښام تش لاس بیرته خپلو کورونو ته ور ستنیږي
د کونړ اوسېدونکي له مسولینو غوښتنه کوي چې کار زمینې دې ورته برابرې او د بېکارۍ د کچې کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي
بلخوا د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسولین وايي دوۍ په تیرو کلونو کې ګڼو ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې حرفوي زده کړي ورکړي چې ډیری اوس مهال په خپلو کارونو بوخت دي
ددوۍ د معلوماتو پراساس ډیری ځوانانو ته يي په حکومتي ادارو کې د کار جوازونه هم ورکړي دي
نه یوازې کونړ کې بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ځوانان له بېکارۍ سره مخ دي چې دغه وضعیت د ځوانانو پر ژوند منفي اغېز کړی او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي

