د ایټالیا پولیسو دوه پاکستاني وګړي د څلورو کډوالو کارګرانو د وژنې په تور نیولي دي. د راپورونو له مخې، د قربانیانو جسدونه د کلبریا په سیمه کې په یوه سوځېدلي موټر کې موندل شوي دي.
امنیتي کامرو ثبت کړې چې دوه کسان د موټر دروازې تړلي او وروسته یې د اور اچولو لپاره سوځېدونکې مایع ورباندې شیندلې ده. څېړنو ښودلې چې په مړو کې درې افغانان او یو پاکستانی شامل وو چې په کرنیزو کارونو بوخت وو.
پولیسو مشکوک کسان د شواهدو او د څار کامرو د انځورونو پر بنسټ نیولي دي. یو افغان کارګر له برید ژوندی پاتې شوی او ویلي یې دي چې د موټر د کړکۍ په ماتولو یې ځان له اوره ژغورلی دی.

