د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې لسګونه زره هېوادوالو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د تفریح سیاحت او مېلو لپاره سفرونه کړي او د افغانستان له طبیعي ښکلاوو تاریخي سیمو او تفریحي ځایونو څخه یې لیدنې کړې دي
د راپورونو له مخې نورستان پنجشېر کونړ ننګرهار بامیان پکتیا پکتیکا لغمان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو د اختر په ورځو کې د کورنیو سیلانیانو د پام وړ حضور شاهدان وو
ګڼو کورنیو او ځوانانو د غرنیو سیمو شنو درو تاریخي ځایونو او طبیعي منظرو د لیدو لپاره دغو ولایتونو ته سفرونه کړي وو
د راپورونو له مخې په ګڼو سیاحتي سیمو کې د خلکو تګ راتګ د تېرو کلونو په پرتله زیات و او د اختر د خوښیو ترڅنګ خلکو د طبیعت له ښکلاوو څخه هم خوند واخیست
اړوندو ادارو او امنیتي بنسټونو د سیلانیانو د اسانتیا ترافیکي نظم او امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي وو
امنیتي مسوولینو ویلي چې د اختر په ورځو کې د سیاحتي سیمو د خوندیتوب لپاره لازم چمتووالی موجود و څو خلک وکولای شي خپلې مېلې او چکرونه په ارامه او خوندي فضا کې ترسره کړي
د سیاحت برخې یو شمېر فعالان وایي چې د کورني ګرځندوی زیاتوالی نه یوازې د خلکو د خوښۍ او تفریح لامل شوی بلکې د ځايي اقتصاد او سوداګریزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې یې هم مهم رول لوبولی دی

