د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) ويلي ځواکونو یې د عمان په خلیج کې د سمندري کلابندۍ د پلي کولو پرمهال یوه سوداګریزه کښتۍ چې د ایران بندر ته روانه وه په نښه کړې ده
د سېنټکام په وینا د اېم وي لاین سټار په نامه کښتۍ په نړیوالو اوبو کې د ایران په لور روانه وه
امریکایي ځواکونو کښتۍ ته له ۲۰ ډېر خبرداری ورکړل او ورته وويل شول چې د امریکا له سمندري کلابندۍ سرغړونه کوي
د بیان له مخې کله چې عملې دا لارښوونې له پامه وغورځولې د امریکا یوې الوتکې د کښتۍ ماشين په نښه کړ چې په پایله کې یې کښتۍ بنده شوه
دغې ادارې زیاته کړې تر اوسه امریکایي ځواکونو پنځه سوداګریزې کښتۍ ویجاړې کړې او د ۱۱۶ کښتو مخه یې اړولې ده
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره غونډه درلوده چې له ایران سره د اوربند د غځېدو د چوکاټ برخلیک وټاکي، خو دا غونډه د راتلونکو ګامونو په تړاو له څه واضاحت پرته پای ته رسېدلې ده

