د راپورنو له مخې امریکايي پوځ د ایران په سویل کې نوي بریدونه کړي د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا «د ماينونو اېښودلو هڅه» یې کوله
د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د خبرپاڼې له مخې دا بریدونه د «خپلې دفاع» په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې «د ایراني ځواکونو له ګواښونو د امریکايي ځواکونو ساتنه» ښودل شوې
ايراني چارواکو تراوسه د دغو بریدونو په اړه رسمي څه نه دي ویلي خو د دغه هېواد رسنيو راپور ورکړی چې د عباس بندر او فارس خليج اړوند سيمو کې د چاودنو غږونو اورېدل شوي دي.

