میلیونونه حاجیان د ذوالحجې میاشتې په نهمه چې د عرفې ورځې په نوم یادېږي د حج د تر ټولو مهم رکن د ادا کولو لپاره د عرفات غونډۍ ته تللي دي
حاجیان به خپله ورځ د الله تعالی په ذکر دعا او عبادت تېروي او د عرفات له خطبې وروسته به د ماسپښین او مازیګر لمونځونه یوځای ادا کړي
همدارنګه د لمر له پرېوتو وروسته به حاجیان مزدلفې ته ولاړ شي څو شپه هلته تېره او د حج د نورو مناسکو لپاره چمتووالی ونیسي
د راپورونو له مخې سږ کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۱.۵ میلیونه مسلمانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي

