د امریکايي چارواکو هغو څرګندونو ته په ځواب کې چې وايي په خبرو اترو کې پرمختګ شوی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دواړه لوري په ځينو مسئلو یوې پایلې ته سره رسېدلي دي خو داسې نه شي ویل کېدای چې یوې هوکړې ته هم سره نږدې شوي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي دا بېباوري ځکه څرګنده کړې چې په تېر کې هم امریکايي چارواکو ضد و نقیض څرګندونې کړې دي او د مذاکراتو پرمهال یې بریدونه هم کړي دي
بقايي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې تهران او واشنګټن یوې هوکړې ته په رسېدو کې پرمختګ کړی دی
ډونلډ ټرمپ ویلي خپلو مذاکره کوونکو ته یې لارښوونه کړې چې له ایران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره بيړه ونه کړي نوموړي وړاندې ويلي وو چې هوکړې ته نږدې شوي دي.

