د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه خونړۍ شوی ، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د شخړې له رامنځته کېدو وروسته د بامخېلو پوستې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د قضیې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی دی.
حماد د پېښې د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې د بل شکمن کس د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي. هغه زیاته کړې، هغه کسان چې په پېښه کې ټپیان شوي، د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکي وایي، د پېښې د څرنګوالي او اصلي لاملونو په اړه پلټنې دوام لري.

