د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له پنځه زرو څخه زیات کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور پر بنسټ، ۹۶۱ کورنۍ چې ټولټال ۵۰۶۰ کسان کېږي، افغانستان ته داخل شوي دي.
دغه کډوال د هرات اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. همداراز، د راپور له مخې ۱۴۵۶ کورنۍ چې ۶۸۵۷ کسان کېږي، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.
مسوولینو ویلي چې له ۱۰۲۴ راستنو شوو کورنیو سره بېلابېلې مرستې ترسره شوې دي. سربېره پر دې، کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۸۷۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
چارواکي وايي، هڅه کېږي چې راستنېدونکو کډوالو ته د لنډمهالو اسانتیاوو تر څنګ د دایمي مېشتېدو زمینه هم برابره شي. یو شمېر راستنې شوي کډوال بیا د کار، سرپناه او لومړنیو خدمتونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.

