د چین ولسمشر شيجینپینګ روسي سیال ولادیمیر پوتین سره کتنه کې د بیجنګ او مسکو ترمنځ په همکارۍ ټینګار کړی
نوموړي ویلي چین او روسیه باید د نړۍ مدیریت لپاره د عادلانه نظام جوړښت کې همکاري وکړي
شيجینپینګ په نړیواله کچه ترینګلي وضعیت ته په اشارې ویلي د روسیې او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب تړون زیات اهمیت لري
په ورته مهال د روسیې ولسمشر چینایي سیال ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې په خبره یې تېرو ۲۵ کلونو کې د روسیې او چین ترمنځ سوداګري ۳۰برابره زیاته شوې ده

