د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د سرپرستې او سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون سره لیده کاته کړې دي
ددغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا راتلونکې ناستې او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې شوي
خبرپاڼه وایي ناسته کې افغان وزیر په ملګرو ملتونو سازمان او نورو سازمانونو کې د افغانستان د استازيو حضور د دواړو لوريو ترمنځ د تعامل لا پياوړتيا او پراختيا سره مرستندوی بللی
متقي وویل چې د افغانستان استازولي د افغان حکومت مسؤوليت او د افغان ولس حق دی
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې یاده ناسته کې جورجټ ګانیون افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د لازیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ ټینګار کړی
سرچینه زیاتوي چې د ناستې په پای کې دواړو لوریو په بشري برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل پر لا پیاوړتیا د ګډو کاري کمیټو پر همغږۍ ټينګار وکړ

