د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي، د جنايي جرمونو پر ضد د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې هغه درې کسیزه ډله نیولې چې د موټرسایکلونو په غلا کې یې لاس درلود.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار ویلي، دغه کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د پرلهپسې کشفي او تعقیبي عملیاتو وروسته پېژندل شوي او ونیول شول.
د نوموړي په وینا، نیول شوې ډلې له کابل او پروان ولایتونو څخه موټرسایکلونه غلا کول او وروسته یې د بېاسنادو موټرسایکلونو په نوم بازار ته وړاندې کول.
امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ غلا شوي موټرسایکلونه هم بېرته ترلاسه کړي دي.
مسکینیار زیاتوي، نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

