پنجشېر کې د بېروج ډبرو د کان رسمي استخراج پیل شوی، چې چارواکي یې د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بولي.
د معلوماتو له مخې، د پنجشېر ولایت په مرکز بازارک کې د بېروج کان د قانوني جواز تر ترلاسه کېدو وروسته د استخراج چارې رسماً پيل شوې دي. همداراز ویل شوي چې په نږدې راتلونکې کې به د عنابه او ابشار ولسوالیو کانونه هم استخراج ته وسپارل شي.
د پنجشېر د رسنیو دفتر وایي، تر اوسه د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د بېروج لس کانونه تثبیت شوي دي.
د یادو کانونو ازمایښتي استخراج مخکې ترسره شوی و چې مثبتې پایلې یې لرلې. چارواکي زیاتوي چې د عنابه او ابشار د کانونو د استخراج قانوني چارې هم بشپړې شوې او ډېر ژر به عملي کار پرې پيل شي.
پنجشېر د قیمتي ډبرو له پلوه یو بډای ولایت ګڼل کېږي. د سرو زرو، زمردو او بېروج تر څنګ، په دې ولایت کې ۱۷ ډوله نور قیمتي ډبرې هم تثبیت شوې دي.
اقتصادي شنونکي باور لري چې د دغو کانونو قانوني استخراج کولی شي د خلکو د عاید کچه لوړه، بېکاري کمه او د هېواد اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

