د کمپيوټري سافیټویرونو نندارتون
دلته ننګرهار کې خر اسان خصوصي پوهنتون د وټساپ انټرنیټي بدیل اب په ګډون د محصلینو په زیار ترسره شوې يو ووېشت پروژې نندارې ته اېښي دي
د دغه پوهنتون مسوولین وآيي که له دغه پروژو په حکومتي کچه ګټه واخستلای شي د هيواد په اقتصاد ، ثبات او عصري پرمختګ کې خورا مهمې ثابتیدلای شي
دلته د وټساپ بدیل اپ د جوړونکي په ګډون د ټولو پروژو جووړنکي محصلین دغه ډول پروګرامونه خورا ګټور بولي او پر دوام يې ټينګارر کوي
دلته کډونوال ټولنیز فعالان هم دغه ډول پروژې د هيواد لپاره خورا ګټور بولي او له حکومته د دغه نيمګړو پروژو د بشپړیدو او د دغه ډول پروګرامونو د ملاتړ غوښتنه کوي
د ننګرهارسیمه یز مسوولین بیا په خصوصي کچه د دغه ډول پروګرامونو د جوړیدو ستاینه کوي او د هر اخیزه ملاتړ ډاډ ورکوي
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو محصلینو په ورته پروژو کار کړی چې په ټوله کې محصلین د دغه ډول پروژو د پرمختګ لپاره د حکومت د لاسنيوي غوښتنه کوي

