په ننګرهار ولايت کې د خښتو بټيو څښتنان وايي چې د بيو د کنټرول کميسيون لخوا ټاکل شوي نرخ يې په تاوان دی.
د ننګرهار کې خښتو ته د بيوو د کنټرول کمېسيون له لورې د نرخ ټاکلو وروسته دلته سره رود ولسوالۍ کې د خښتو د بټيو څښتنان سره راټولو شوي او ټاکل شوی نرخ د دوي په زيان ګڼې
دلته راټول شوي وايي د خښتو د بټيو د چارو د دريدو اغيز پر دغه بټيو کې په بوختو سلګونه کارګرو او د بټيو سره په تړلو کاروباريانو هم پريوزي.
دوي له حکومته پر دغه پريکړې د بيا کتنې او څېړنې محاسبې وروسته د نوي نرخ ټاکلو غوښتنه کوي
د نرخ پر سره د کمېسيون او بټيو د څښتنانو ترمنځ نارضايتي له امله د خښتو بټيو چارې ټکنې شوې چې دغې راولاړې شوې ستونزې د خښتو بټيو کې په کار بوخت کارګر هم اندیښمن کړي دي
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين بيا د څيړنې او خښتو بټيو د لګښتونو د محاسبې وروسته د نرخ د ټاکلو او د نرخنامې څخه د سرغړوونکو سره د قانوني چلند خبره کوي
هيره دې نه وي چې خښتو بټيو ته د کمېسيون له لورې وروسته د هغې نرخ وټاکل شوکله چې استوګنيزه ودانيزو چارو ته د حکومت له لورې د اجازې ورکړي وروسته د خواله رسنيو کارکوونکو په دغه ولايت کې د خښتو د بيوو له لوړوالي شکايتونه وکړل.

