میله يا منډوي په تیر کې د ننګرهار ناامنه ولسوالۍ چپرهار اوس د سرتاسري امن سره په اونۍ کې يو ځل په میله ګرمه وي
دلته هر دوشنبه میله جوړوي چې دغې میلې ته د راغلو خلکو په خبر د بیلابیلو ولسوالیو ورته خلک راځي د څارویو د پیر او پلور ترڅنګ په کې په ورځني ژوند کې د اړتیا وړ خوراکي او غیري خوراکي توکو پیر او پلور ترسره کیږي.
دغه میله که له يوې خوا ولس ته نږدې جوړيدونکی بازار دې خو له بلې خوا په کې بې روزګارو ته په اونۍ کې يوه ورځ يو کاري فرصت هم دی
دلته په کاروبار بوخت خلک د خپلې ورځنۍ ګټې وټې خوښ دي
د دغه میلې يا منډوي قراردادي وايي په دغه میله کې کابو څلور زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوي او په ارزانه بیه په کې ولس ته توکي په لاس ورځي.
د چپرهار ولسوالۍ سیمه یز مسوولین دغه میله خورا ګټوره بولي او زیاتوي چې له یوې خوا بې روزګارو ته په کې د کار زمینه برابره او له بلې خوا ولس ته په اسانه او ارزنه بیې توکي په لاس ورځي
د دغه منډوي د ښاروالۍ لخوا په قرارداد ورکړل شوی او په شخصي ځمکه جوړيږي چې مسوولین يې د چاپیردیوالۍ برابرولو برخه کې له مرستندویه ادارو مرسته غواړي

