په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د افغان محصلینو لپاره د جاپان د تحصیلي بورسونو د غوښتنلیکونو بهیر پیل شوی دی. دغه بورسونه هغو زدهکړیالانو ته ځانګړي شوي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې د څېړنیزو محصلینو په توګه خپلې لوړې زدهکړې مخته یوسي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، د غوښتنلیکونو د راټولولو او د تحریري ازموینې د تنظیم برخه کې به د اغاخان بنسټ همکاري کوي، خو د بریالیو کسانو د ټاکنې په پروسه کې به هېڅ رول ونه لري.
جاپان سفارت ټینګار کړی چې د محصلینو ټاکنه به یوازې د علمي وړتیا، د اسنادو د کیفیت او په ازموینه او مرکه کې د ګډونوالو د فعالیت پر بنسټ ترسره کېږي، او په دې بهیر کې به مذهبي، قومي او ژبني توپیرونه اغېز ونه لري.
سفارت له ټولو غوښتونکو غوښتي چې د احتمالي درغلیو او جعلي ژمنو پر وړاندې هوښیار واوسي، ځکه د غوښتنلیک د بهیر په هېڅ مرحله کې د پیسو ورکولو اړتیا نشته.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې هغه غوښتنلیکونه چې د ایمېل له لارې ونه لېږل شي، د منلو وړ نه دي.

