قطر له متحده ایالاتو غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان پناهغوښتونکي د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر میاشتې تر پایه نورو هېوادونو ته انتقال او هلته مېشت کړي.
د نړیوالو راپورونو له مخې، د قطر او امریکا ترمنځ شوې هوکړې پر بنسټ به د دوحې په «اېس سیلیه» کمپ کې د افغان پناهغوښتونکو اوسنی حضور تر ۲۰۲۶ کال پورې په موقتي ډول دوام ولري.
قطري چارواکو ټینګار کړی چې د یاد کمپ د افغانانو وضعیت باید ژر تر ژره روښانه شي او دا بهیر باید دایمي بڼه خپله نه کړي. د دوی په خبره، قطر نه غواړي چې دغه کمپ د اوږدې مودې لپاره د پناهغوښتونکو د ساتنې په مرکز بدل شي.
اوس مهال له ۱۱۰۰ څخه ډېر افغانان، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته دوحې ته انتقال شوي وو، لا هم په همدې کمپ کې ژوند کوي. ویل کېږي چې ډېری دغه کسان د امریکا له پخوانیو همکارانو او یا هم هغه افغانان دي چې د بیا مېشتېدو دوسیې یې لا تر اوسه بشپړې شوې نه دي.
قطر له واشنګټن غوښتي چې د ټاکل شوې مودې تر پای ته رسېدو وروسته د دغو افغانانو د انتقال، بیا مېشتېدو او اړوندو لګښتونو بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.
کارپوهان وایي، که څه هم قطر د افغان پناهغوښتونکو لپاره لنډمهالی ځای برابر کړی، خو د دوی د راتلونکې برخلیک روښانه کېدل د امریکا او نورو متحدو هېوادونو جدي همکارۍ ته اړتیا لري.

