د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي روسیې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا ورځې د نمانځنې په مناسبت له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
د نوموړي په وینا دغه اوربند به د روانې مې میاشتې له نهمې تر یوولسمې نېټې پورې دوام ولري.
ټرمپ همداراز ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او دواړه لوري هره ورځ هوکړې ته نږدې کېږي
دا په داسې حال کې ده چې روسیې تر دې وړاندې ویلي وو، یوازې د مې په اتمه او نهمه به اوربند عملي کړي.

