د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې قومي مشرانو، ديني عالمانو او سيمهييزو چارواکو د شينوارو او ناصرو قومونو ترمنځ د سړک او هديرې پر سر د ۲۵ کلنې لانجې د هواري پرېکړه اعلان کړه.
د کامې ولسوال نصرت کوچی وايي، دغه اوږدمهاله ستونزه ولسوالۍ ته راجع شوې وه، چې وروسته د حل لپاره ديني عالمانو او قومي مخورو ته وسپارل شوه. د نوموړي په وينا، د جرګې او مشورو له لارې دا لانجه د تل لپاره حل شوې ده.
هغه زياته کړه، د دې پرېکړې له مخې به د سړک جوړولو چارې پيل شي او خلکو ته به په تګ راتګ کې اسانتياوې برابرې شي.
بلخوا جرګه کوونکو او سيمهييزو اوسېدونکو د دغې ستونزې په حل کې د سيمهييزو چارواکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو هڅې وستايلې.
ملک حمدالله وويل، د دواړو قومونو ترمنځ شوې پرېکړه د خلکو په خوښه ترسره شوې او ټول لوري پرې راضي دي.
همداراز، د شينوارو او ناصرو قومونو استازو رحمت شاه او وحیدالله د جرګې له پرېکړې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دا پرېکړه ورته د منلو وړ ده.
د کامې ولسوال زياتوي، تر دې وړاندې هم په ولسوالۍ کې لسګونه ورته قومي او کورنۍ شخړې هوارې شوې دي، چې له امله يې ګڼې بندې لارې بېرته پرانيستل شوې دي. نوموړي ټينګار وکړ چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د حل هڅې دوام لري.

