د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې پېښور کې خپله قونسلګري د امنیتي دلایلو او ډيپلوماټانو خوندیتوب په موخه په مرحله وار شکل تړي
یاد وزارت زیاته کړې خیبرپېښتونخوا ایالت کې د قونسلګرۍ تر تړل کېدو وروسته به ډيپلوماټیک مسوولیت اسلام اباد ته انتقال کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه اقدام د ډیپلوماټانو د امنیت او د سرچینو د مدیریت لپاره کوي
بلخوا سیاسي شنونکو د پېښور ښار روان وضعیت ته په اشارې ویلي که امنیتي وضعیت ښه نه شي ښایي نور هېوادونه هم ورته اقدام وکړي
د یادونې ده چې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې امنیتي اوضاع تر بل هر وخت خرابه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي

