د راپورونو له مخې د کینیا په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی
الجزیزې په یوه راپور کې د کینیا د پولیسو له قوله لیکلي چې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې پېښې د دغه هېواد په ثاراکا نیتي ایلګیو ماراکویټ او کیامبو ولایتونو کې ثبت شوې دي
سرچینې لیکلي په یادو سېلابونو او ځمکې ښویېدنو کې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې خلک یې بې کوره کړي او ملکیتونو او زیربناوو ته یې لوی زیان رسولی دی
سرچینې لیکلي تر اوسه دا روښانه نه ده چې څو کسان بېځایه شوي دي

