د امریکا د جګړې وزارت تایید کړې چې ټاکل شوې شاوخوا پنځه زره امریکایي سرتېري له جرمني څخه وباسي او بېرته یې هېواد ته ستانه کړي
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د پنټاګون د ویاند شان پارنل په حواله راپور ورکړی، چې د دغو ځواکونو د ایستلو بهیر به له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت ونیسي او دا پرېکړه په اروپا کې د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له هر اړخیزې ارزونې وروسته شوې ده.
ویل کېږي چې دا شمېر سرتېري د جرمني په اډو کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شاوخوا ۱۴ سلنه جوړوي.
په ورته وخت کې د امریکا د ډیموکرات ګوند یو شمېر سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده
دیموکرات سناتور جک رید دا اقدام «بېپروا» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا کار کولای شي د امریکا د اوږدمهاله امنیت او نړیوالو متحدینو لپاره منفي پایلې ولري

