د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د جګړې پای ته رسېدو لپاره د ایران نوی وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي د هر ډول هوکړې منلو لپاره د تهران په وړتیا شک لري
نوموړي خبریالانو ته ویلي ایراني چارواکي هوکړې ته د رسېدو غوښتونکي دي خو دی خپله د ایران له وړاندیز راضي نه دی او له مرکزي قومندانۍ یې پوځي انتخابونه ترلاسه کړي
ډونالډ ټرمپ د ایران وروستي وړاندیز د جزیاتو او د هغو ټکو په اړه چې ترې ناراضه ده څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې که څه هم تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ درې اونیز اوربند دوام لري خو تهران او واشنګټن بیا یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي.

