د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او ورسره مل پلاوي د چین د هانګژو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سره کتلي دي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د جذب، د نندارتونونو د تنظیم او د سوداګرو ترمنځ د متقابلو ناستو پر ترسره کېدو خبرې شوې دي.
همداراز ویل شوي، چې په دې کتنه کې د کندهار او هانګژو د سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د ګډې پانګونې د جلب لپاره د همکاریو هوکړهلیک هم لاسلیک شو.

