د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا محمد یونس اخندزاده، په حضور کې د جوزجان ولایت د قوشتېپې او درزاب ولسوالیو لپاره د برېښنا د لېږد د پروژې عملي چارې پیل شوې.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پروژه چې شاوخوا ۱.۶ میلیارده افغانۍ لګښت لري، له بشپړېدو وروسته به نږدې ۹۰ زره کورنیو ته دوامداره برېښنا ورسوي.
همداراز ویل شوي، په دې پروژه کې د ۸۵ کیلومتره برېښنا مزي غځول او د دوو سبسټیشنونو جوړول شامل دي، چې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد ظرفیت به ولري.

