کونړ – افغانستان | سهشنبه، د اپرېل ۲۸، ۲۰۲۶
کونړ کې د پکول ګنډونکي وايي، سږ کال یې کار او بار د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی او د دوی تولیدات نه یوازې د افغانستان په نورو ولایتونو کې، بلکې بهرنیو هېوادونو ته هم د ډالیو په توګه لېږدول کېږي.
د اسعدآباد ښار د پکول جوړولو کارځایونو کې کارکوونکي وایي، د ژمي په موسم کې د پکول پلور زیاتېږي او دا دودیز خولۍ د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه پاتې شوې ده.




یو له تجربهکارو کسبګرو محمد داود، چې شاوخوا ۳۰ کاله کېږي په دې مسلک بوخت دی، وايي پخوا به د پکول لپاره خام مواد له چترال څخه راوړل کېدل، خو اوس د لارو د بندېدو له امله له پاکستانه د تورخم له لارې انتقالېږي، چې ځینې ستونزې هم لري.
بل خوا، ۶۵ کلن عبدالغفار وایي چې د کونړ او نورستان سړې هوا له امله خلک پکول کاروي، ځکه چې دا د وړیو څخه جوړ شوی او تود ساتي.
ځايي اوسېدونکي ټینګار کوي چې پکول او نور دودیز وړین لباسونه لکه پتاوي او ګډین د سیمې د کلتور مهمه برخه ده، او خلک هڅه کوي دا پخواني رواجونه ژوندی وساتي.
همدارنګه راپورونه ښيي چې د کونړ پکول اوس د افغانانو تر څنګ بهرني سیلانیان هم د فرهنګي سمبول په توګه کاروي.
