د هلمند ولایت په ګرمسیر، سنګین او نادعلي ولسوالیو کې د تېرو څو ورځو شدید بارانونو او سیلابونو له امله لوی مالي زیانونه اوښتي دي.
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي چې په ګرمسیر ولسوالۍ کې د بیرتاکې او شملان دښتو په سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال سیلابي اوبو تر ۳۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي او سیمه ییزو اوسیدونکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي. په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي

