کونړ – افغانستان
پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځي ځواکونو له لوري د درنو مرمیو د بریدونو له امله لږ تر لږه یو ملکي وګړی شهید شوی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ماشومان دي.

دغه بریدونه تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې د اسداباد ښار اړوند کڅۍ، ماڼو او تبهکوټ سیمو کې شوي، چې د عامو خلکو کورونه یې هدف ګرځولي دي.
د کونړ ولایتي چارواکي وايي، ټپیان پر وخت روغتون ته رسول شوي او د ډېری روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي نجیبالله حنیف، دغه بریدونه “غیر انساني” بللي او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل نه دی چې ملکي وګړي په نښه کېږي.
بل لور ته د کونړ اوسېدونکي او ټپیان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې ډول بریدونو مخه ونیسي، ځکه چې په وینا یې، ملکي خلک په پرلهپسې ډول هدف ګرځي.
د رسمي معلوماتو له مخې، یوازې په کونړ کې شاوخوا ۱۰۰ توغندیز بریدونه شوي چې له امله یې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
