لومړنۍ څېړنې ښيي چې د پنجشېر ولايت د پريان ولسوالۍ په شاوخوا ۳۰ کيلومتره ساحه کې د سرو زرو کاني زېرمې شته.
د پنجشېر والي د دې څېړنو له پايلو هرکلی کوي، چې د پريان ولسوالۍ اړوند سيمو کې د سرو زرو د پراخو کانونو شتون په کې څرګند شوی.
نوموړی ټينګار کوي چې د دغو کانونو استخراج بايد په معياري، قانوني او پړاو په پړاو، همداراز د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پتروليم وزارت په لارښوونه او بشپړې همغږۍ ترسره شي.
هغه د دې ولايت د کانونو او پټروليم د رئيس مولوي قاسم اميري سره په ليدنه کې زياته کړه، چې غير معياري او غير فني استخراج ورته د منلو وړ نه دی، او د تخنيکي او قانوني اصولو پر مراعتولو يې ټينګار وکړ، همدارنګه يې د کانونو د استخراج په چارو کې د ځايي ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په پيل کې دغه موندنې د سيمو خلکو له لورې شوې وې چې له ۳۰۰ څخه زياتو ځايي کارګرانو په دې سيمو کې په غير مسلکي ډول فعاليت درلود، خو تر اوسه پورې د سرو زرو عملي استخراج نه دی پيل شوی.

