
د چپې درې ولسوالۍ بزګران وایي، سیلابونو یې کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې او که بیړني ګامونه وانخیستل شي، لا ډېرې ځمکې به له منځه ولاړې شي
کونړ، افغانستان — د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ یو شمېر بزګران وايي، وروستیو سیلابونو او د خوړونو د اوبو زیاتوالي د دوی کرنیزې ځمکې تخریب کړې او ځینې سیمې یې له جدي ګواښ سره مخ دي. دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د کرنیزو ځمکو د خوندي کولو لپاره استنادي دیوالونه جوړ کړي

کونړ له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ متکي دي او د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له همدې لارې عاید ترلاسه کوي. خو د چپې درې ولسوالۍ بزګران وایي، پرلهپسې ورښتونو او سیلابونو د دوی د حاصلاتو سرچینې سختې زیانمنې کړې دي.

د سیمې یو کروندګر تاج محمد وايي، سیلابونو د ګڼو بزګرانو کرنیزې ځمکې وړې دي او که دا وضعیت دوام وکړي، د خلکو د ژوند پر اقتصاد به ناوړه اغېز وکړي. هغه وایي:
“زموږ د دهقانانو ډېرې کرنیزې ځمکې سیلابونو وړي دي. زموږ ټوله تکیه پر همدې ځمکو ده. موږ پرې کښت کوو او خپلې کورنۍ پرې ساتو. غوښتنه مو دا ده چې دغو ځمکو ته حفاظتي دیوالونه جوړ شي.”
یو بل بزګر شاهیدالله هم وایي، دوی څو ځله خپلې ستونزې له مسؤلو ادارو سره شریکې کړې، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی. د هغه په وینا، که په دې برخه کې همکاري ونه شي، لا ډېرې کرنیزې ځمکې به له خطر سره مخامخ شي.
بل لور ته، د حکومت محلي مسؤلان د بزګرانو غوښتنې پر ځای بولي او وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې له لوړو چارواکو سره خبرې کړې دي. د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي شمسالرحمن سیلاب ویلي، په تېرو کلونو کې د موسسو په همکارۍ په بېلابېلو سیمو کې رغنیزې پروژې پلې شوې دي چې پکې د ځمکو د ساتنې لپاره دیوالونه او بولډر والونه هم شامل وو. د نوموړي په وینا، هڅه روانه ده چې د چپې درې د بزګرانو ستونزه هم حل شي.

کارپوهان وایي، په کرنیزو سیمو کې د استنادي دیوالونو او د اوبو د مهار پروژو نشتوالی د دې لامل شوی چې هر کال د طبیعي پېښو له امله د خلکو کرنیزې ځمکې زیانمنې شي. د کونړ په څېر ولایتونو کې، چې د خلکو ډېره برخه پر کرنه متکي ده، دا ډول زیانونه د کورنیو پر اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز کوي.
پرویز (څرګند)
