
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي چې ایران نه امریکا ته کوم پیغام لېږلی او نه یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
عراقچي زیاته کړه چې «دا جګړه باید داسې پای ته ورسېږي چې بیا تکرار نه شي.»
هغه وویل: «کله چې موږ وایو اوربند نه غواړو، دا ځکه نه ده چې موږ جګړه غواړو، بلکې ځکه ده چې دا جګړه باید داسې پای ته ورسېږي چې زموږ دښمنان بیا هېڅکله د دغو بریدونو او تېریو د تکرار فکر ونه کړي.»
عراقچي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د روان لمریز کال په وروستي خبري کنفرانس کې وکړې. هغه زیاته کړه چې امریکا چې مخکې یې د ایران بېقید او شرط تسلیمېدل غوښتل، اوس د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو لپاره نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یو شمېر هېوادونو، د چین په ګډون، غوښتنه کړې چې د نړیوال ائتلاف په جوړولو کې برخه واخلي تر څو د هرمز تنګي له لارې د تېلو ټانکرو د تېرېدو لپاره پوځي ملاتړ برابر کړي.
