د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) اعلان کړی چې د #امریکا د KC-135 Stratotanker د سونرسولو یوې پوځي الوتکې د پېښې او «له لاسه تلو» په اړه خبر دي.

د #سینټکام په وینا، دا پېښه د خپلو ځواکونو په هوايي حریم کې د ایران پر وړاندې د روانو عملیاتو پر مهال، چې «Epic Fury» بلل کېږي، رامنځته شوې ده او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.
په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په شپه خپره شوه راغلي:
«په دې پېښه کې دوه #الوتکې ښکېلې وې.
یوه یې د عراق په لویدیځ کې نسکوره شوې او دویمه الوتکه په بریالیتوب سره ناسته کړې ده.»
سینټکام ټینګار کړی چې دا پېښه نه د دښمن د ډزو او نه هم د خپلو ځواکونو د اور له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه: بي بي سي
