

اسعداباد، کونړ | شنبه، ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ | ۷ قوس ۱۴۰۵
د کونړ په مرکز اسعداباد اړوند په شګې نومي سیمه کې بمي چاودنه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه شهیدان او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. امنیتي مسوولین وايي دغه چاودنه د کانونو د کیندونکو موادو له امله په یوه کور کې رامنځته شوې او هېڅ سیاسي اړخ نه لري، خو د اسعداباد ولایتي روغتون مسوولین وايي دوی ته ۹۷ ټپیان او د اوو تنو شهیدانو جسدونه راوړل شوي او په ټپیانو کې ډېره برخه هغه ماشومان دي چې په ښوونځي کې ټپیان شوي وو.
امنیتي ځواکونه ژر تر ژره پېښې ځای ته ورسېدل او شهیدان او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول. کونړ هغه ولایت دی چې ډېری خلک یې په کانونو کې کار کوي او د کانونو د کیندنې لپاره له چاودېدونکو موادو څخه کار اخلي.
سرچینه: پرویز مومند، د شرق خبریال
#Afghanistan #Kunar #Asadabad #SharqNews
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

