
ګواساوې، مکسیکو، جمعه، د نومبر ۲۰مه، ۲۰۲۶ | ۲۹ لړم ۱۴۰۵
د مکسیکو پوځي ځواکونو د جمعې په شپه په سینالوا ایالت کې په یوه لوی عملیات کې فاوستو اسیدرو میزا فلورېس، مشهور په «چاپو اسیدرو»، چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د لسو تر ټولو مطلوبو کسانو په لېست کې و، له خپلو دوو نورو مشرانو سره ونیو. د مکسیکو امنیتي چارواکو د شنبې په سهار دا اعلان وکړ او وویل یې چې نیول شوی کس مکسیکو ښار ته لېږدول شوی دی.
د مکسیکو دفاع وزارت وویل چې ځواکونه یې تر ډزو او چاودېدونکو توکو لاندې راغلل او د عملیاتو پر مهال نښتې او اورلګېدنې وشوې چې د بیسبال لوبې مینه وال یې تېښتې ته اړ کړل، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د FBI په وینا نوموړی تورن دی چې له شلو کلونو راهیسې یې امریکا ته په لویه کچه نشه يي توکي قاچاق کړي دي او امریکا د هغه د نیولو لپاره د معلوماتو پر وړاندې کولو پنځه میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.
«سرچینه:» Reuters
#Mexico #Sinaloa #FBI #BreakingNews #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

