
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون دارالانشا ویلي، ۱۱۲ کورنۍ له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې شوې او راستنېدونکو مهاجرینو ته د لېږد، نغدي مرستې، صحي، خوراکي او مخابراتي برخو کې رسېدنه شوې ده.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له راستنېدونکو څخه ۱۵ کورنۍ چې ۸۳ تنه کېږي، د سپین بولدک له لارې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او د هغوی د موټر کرایې لپاره ۱۰۵ زره او ۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. په بېلابېلو ګذرګاهونو کې ۸۹ کورنیو ته نغدي مرستې شوې او ۲۴۹ سیمکارټونه پر مهاجرینو وېشل شوي دي.
په یادو ګذرګاهونو کې راستنېدونکو ته خوراکي او صحي خدمتونه هم وړاندې شوي او د ثبت، لېږد، نغدي مرستو او لنډمهاله استوګنې په اړه د پوهاوي بهیر روان دی. د راپور له مخې، د ابریشم پله له لارې ۹۵۶ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه: باختر خبري اژانس
#Afghanistan #Returnees #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

