
د هلمند صحي چارواکي وايي، د روان کال د میزان په میاشت کې په بست ولایتي روغتون کې ۳۶ زره او ۶۹۰ ناروغانو ته صحي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست د رسنیو مسوول وايي، له دې ډلې ۱۰ زره او ۱۴۶ یې تر ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان وو، چې ۱ زره او ۶۵۴ یې بستر شوي دي، او ۲۶ زره او ۵۴۴ نور له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرل.
په وړاندې شویو خدمتونو کې پانسمان، ارتوپیدي، هیموډیالیز، د توبرکلوز او غاښونو خدمتونه، ایکسرې او سونوګرافي هم شامل وو او په همدې موده کې ۱ زره او ۲۷۸ ماشومان په روغتون کې زېږېدلي دي.
سرچینه: باختر خبري اژانس
#Afghanistan #Helmand #Health #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

