د کابل د ګلباغ سړک د درېیمې برخې جوړول بیا پیل شول
کابل | دوشنبه، ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۵ عقرب ۱۴۰۵
د کابل ښاروالۍ د رسنیو دفتر وايي، د ګلباغ سړک د درېیمې برخې جوړول د تخنیکي ستونزو له حل وروسته بیا پیل شول؛ دا برخه ۵٬۳۱۴ متره اوږده او ۳۳ متره پراخه ده او ۱۴ زره متر مکعب استنادي دېوال، ۲۲ پلچکونه، اوبو لښتي، پلي لارې او د رڼا سیستم پکې شامل دي. د پروژې په بشپړېدو سره به په کابل کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د ښاریانو تګ راتګ به اسانه شي.

سرچینه: Bakhtar News Agency
#Kabul #Gulbagh #Afghanistan #Development
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

